سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار کې شاوخوا یوشپېته ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار كې مسئولین وايي، دغه نشه يي توکي، چې پکې مخدره مواد، چرس، او الکولي مشروبات شامل وو د تېرو لسو میاشتو په موده کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وه.

دغه شاوخوا یوشپېته ټنه نشه یي توکي، چې پکې چرس، مخدره مواد، الکولي مشروبات او کیمیاوي توکي شامل وه د چهارشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۹ ) د روداتو ولسوالۍ اړوند د کابل، جلال آباد لويې لارې ته څېرمه له کابل څخه د راغلي پلاوي او ولایتي چارواکو په شتون کې وسوځول شول.

د نشه یي توکیو پروړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال بازمحمد احمدي وايي:

دغه نشه یي توکي د تېرو لس میاشتو په موده کې د افغان گډو ځواکونو له خوا د بېلابېلوعملیاتو او تالاشیو په ترڅ کې نیول شوي دي.

نوموړی وايي، د دغو نشه يي توکیو په تور درې سوه او پنځه اتیا تنه هم نیول شوی او اړونده ادارو ته معرفي شوي دي.

ښاغلی احمدي زياته كړه، چې که څه هم دوی د نشه يي توکیو د کر او قاچاق د مخنوي لپاره پراخې هڅې کوي، خو لا هم دغه ستونزه پرځای پرته ده.

هغه د نشه يي توکیو په قاچاق کې د یوشمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو ښکېل کېدل نه ردوي او وايي، هوډ یې کړی، چې هر ډول قاچاقبر به د قانون منگولو ته و سپاري.

په ننگرهار کې دغه نشه يي مواد پر داسې مهال سوځول کېږي، چې سږ کال د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي.

کروندگر وايي، دولت ورسره په تېرو کلونو کې کړې ژمنې ندي عملي کړي، چې دوی یې له امله سږ کال پخپلو ځمكو کې کوکنار کرلي او که دولت یې د له منځه وړلو هڅه وکړه، نو د دوی له غبرگون سره به مخ شي.

خو د ننگرهار والي گل آغا شېرزى وايي:

د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره پر یوه پلان بوخت دي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې افغان چارواکو ډېر کله د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې گروندگرو ته د بندونو د جوړولو، سړکونو د پخولو او نورو عامه خدماتو وړاندې کولو ژمنې کړي، خو تر اوسه یې یوه هم په سمه توگه نه ده پوره کړې.

Trending

Exit mobile version