سیمه ییز خبرونه
په نيمروز ولايت كې د كمال خان بند له يوې چاودنې وژغورل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نيمروز ولايت چارواكي وايي:
په كمال خان بند كې مو د يوې زورورې چاودنې مخه نيولې ده.
د پوليسو كوماندان مل پاسوال موسى رسولي وايي:
وسله والو مخالفينو غوښتل، چې په درې ماينونو دغه بند ړنگ كړي.
د نوموړي په وينا:
درې كړۍ شل كيلويي ماينونه او يو شمېر نور چاوديدونكي توكي بند ته نږدې كشف او ترلاسه شول.
د افغانستان په لويديځ كې د نيمروز ولايت كمال خان بند د برېښنا د توليد يو ستر بند دى.
ولايتي چارواكي د تېرو څو كلونو راهيسې د گاوڼد هېوادونو لاسوهنه د اوبو د دغه بند د بيا رغونې په برخه كې سترخنډ بولي.