تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې به د لاجورد لار پرانستل شي-قوقندي
وزارت وایی، د دغې پروژې د پرانیستنې لپاره لومړني کارونه په بشپړېدو دي، او دغه پروژه به فاریاب کې پرانیستل شي.
د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاندمسافرقوقنديوایي؛ د لاجورد لار افغانستان ته دا امکانات برابروي، چې خپل مالونه د ترکمنستان، گرجستان او ترکیې له لارې اروپایي بارزارونو ته صادر او وارد کړي.
ښاغلی قوقندي زیاتوي، د پروژې په پرانستهکې به د افغان او ترکمن ولسمشرانو تر څنگ د دغو څلور هېوادونو سکتوري وزیران او د بېلابېلو هېوادونو نږدې سل دیپلوماتان هم برخه ولري.
د دغې پروژې پرانیستې ته تیاری په داسې حال کې روان دی، چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چین ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له چینایی چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنگ د وریښمو د لار د کار د پیل پر څرنگوالي هم خبرې کړي دي.
د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د وریښمو او لاجورد لارې او د چابهار بندر کولی شي افغانستان په اقتصادي برخه کې پر پاکستان له اتکا خلاص کړي.
خبریال: اسلم حجاب.