تازه خبرونه

په نیمروز ګمرک کې د  دوه ټنو ایراني پلاستیکي بوجیو د قاچاق مخه ونیول شوه

Published

on

د افغانستان مالیې وزارت ويلي، چې د نیمروز د ګمرک ګرځند څارنې مسوولینو څه باندې دوه ټنه پلاستیکي بوجۍ، چې له ایران څخه دغه هېواد ته قاچاق کېدې؛ کشف او ضبط کړې دي.

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسوولینو د دې ولایت د سر دشت په سيمه کي له یوه کوچني بار وړونکي موټر څخه (٨۰) کڅوړې ایرانۍ پلاستیکي بوجۍ، چي څه باندې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه وزن لري؛ کشف او د قاچاق مخه یې ونیول شوه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د هېوادنيو تولیدونکیو د ملاتړ او د چاپېریال د ککړتیا د کمولو لپاره د ټولو پلاستیکي بوجیو پر واردولو بندیز لګولی دی.

ویل کیږي، چې د ګمرک ګرځنده امنیتي ځواکونه به د هر ډول قاچاق مخه ونیسي او هیچا ته به د قاچاق اجازه ورنه‌کړي.

Trending

Exit mobile version