سیمه ییز خبرونه

په هرات كې خلكو په اعتراضي توگه د پخو سړكړنو كندې اخېړ كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات اوسيدونكيو په اعتراضي بڼه د يو شمېر پخو سړكونو د ځينو خرابو برخو د اخېړولو ننداره واندې كړه.

دغو اعتراض كوونكيو د يكشنبه په ورځ(د سلواغې۲۹) د سړك په ورانو برخو كې نيالگي كينول او په ځينو برخو كې يې د سړكونو ډنډونو ته ماهيان ورخوشې كړل.

دا په داسې حال كې ده، چې د هرات ښار ۷۰ په سلو كې سړكونه د ورښت او بې تفاوتۍ  پر لامل زيانمن او حراب شوي دي.

د هرات ښار اوسيدونكي وايي:

د مسوولينو د بې تفاوته پاتې كيدو پر لامل دغه ننداريز لاريون رامنځته شوى دى.

د دوى په باور:

د والي او ښاروال د اختلافاتو پر لامل دغه سركونه د بيا رغونې له كاره بې برخې پاتې شوي دي.

د هرات ښار يو شمېر اوسيدونكيو گواښ وكړ كه حكومتي چارواكي ژر تر ژره د سړكونو د خرابو برخو د پخولو كار پيل نه كړي؛ نو دوى به د خپلو اعتراضونو بهير نور هم پراخه كړي.

د هرات ولايت د ښاروالۍ مالي او اداري رييس عبدالاحد فقيريار وايي:

د هرات ښاروالۍ هڅوكوي، چې په نوي كال كې ټول سړكونه پاخه كړي.

له دې مخكې  څو كاله وړاندې د باميانو اوسيدونكيو هم  د سړكونو ځينې برخې اخيړ كړې وې.

Trending

Exit mobile version