سیمه ییز خبرونه
په هرات كې د نفتي توكو رياست د اوبلنو گازو نرخونه په سمه توگه نه څاري
د هرات يو شمېر اوسېدونكې د نفتي توكو پر رياست نيوكه كوې، چې د اوبلنو گازو نرخونه په سمه توگه نه څاري.
د هرات يو شمېر اوسيدونكې وايي، چې د سوداگرۍ وزارت د يو كيلو گرامو اوبلنو گازو بېه ۵۵ افغانۍ ټاكلې، خو په دغه ولايت كې گاز پلورنكي يو كيلو گرام گاز په شپېته يا له دې څخه هم په لوړه بېه پلوري.
د هرات نفتي توكو د ادارې رئيس عبدالله خسرو ايي، چې دوى په ښار كې د نفتي توكو د نرخونو كنترول كوي او زياتوي، چې كه څوك له ټاكلي نرخ څخه په لوړه بيه گاز يا نور سون توكي وپلوري، نو عدلي او قضايي بنسټونو ته به يې ور وپېژني.
بل خوا د ولسي جرگې غړي غلام حسېن ناصر او نظيفه ذكي هم په هېواد كې د سون توكو د نرخونو پر لوړوالي نيوكه كړې او په هېواد كې د نفتي توكو د واردونكو شركتونو د څارنې غوښتنه كوي.
همدارنگه د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، چې كه دولت د سون توكو پر بېو باندې جدي څارنه وكړي نو د ژمې په موسم كې به د سون توكو د بيو له لوړېدو څخه مخنيوى وشي.