سوداگري

په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو پېنځه ورځنی نندارتون ترسره شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د هرات صنایعو او کانونو خونه څرګندوي، چې د دغه ولایت د فابریکو خاوندانو په یوه پېنځه ورځني نندارتون کې خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

سرچینې ویلي؛ په هرات کې د کورنیو تولیداتو له پېنځه ورځني نندارتون څخه څه باندې ۲۰ زره کسانو لیدنه کړې ده.

د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونه وايي، سږ کال نندارتون ښه و او د فابریکو خاوندانو د نورو ولایتونو له پانګوالو او سوداګرو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.

دغه راز په دغه نندارتون کې ګڼو ګډونوالو ته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د خپلو څانګو د پرانستلو ښه فرصت رامنځته شو.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال توریالی غوثي وایي؛ د فابریکو خاوندانو د دې غرفو له جوړولو سره  خپل کورني تولیدات د پېنځو ورځو لپاره خلکو ته ایښي وه.

يو شمېر ګډونوال وايي، چې د کورنيو توليداتو د معرفي کولو او د کورنيو توليداتو کارولو ته د خلکو د هڅولو لپاره د نورو نندارتونونو جوړولو ته هم اړتيا شته دی.

د فابریکو خاوندانو خپل تولیدات په ۱۲۰ غرفو کې نندارې ته ایښي وه؛ لبنیات، خوراکي توکي، پلاستیک، درمل او د کور وسایل هغه توکي دي، چې ګډون کوونکیو سږ کال دغه نندارتون ته راوړي وه.

د تېر کال پر پرتله د خلکو  لخوا یې تود هرکلی وشو، چې د فابریکو خاوندان یې د راتلونکي لپاره هیله من کړل.

د فابریکو خاوندان ټینګار کوي، چې دا ډول نندارتونونه کولی شي کورني توکي خلکو ته معرفي کړي؛ نو اړتیا ده، چې نور نندارتونونه هم جوړ شي.

دوی بیا هم له حکومته غواړي، چې د ورته توکو د واردولو مخه ونیسي.

اوس‌مهال د هرات صنعتي ښار د لبنیاتو، غیر الکولي مشروباتو او ځینو خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی؛ خو د صنعتکارانو هیله دا ده، چې خلک د کورنیو تولیداتو پېرلو ته وهڅول شي.

Trending

Exit mobile version