سوداگري
په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو پېنځه ورځنی نندارتون ترسره شو
د هرات صنایعو او کانونو خونه څرګندوي، چې د دغه ولایت د فابریکو خاوندانو په یوه پېنځه ورځني نندارتون کې خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
سرچینې ویلي؛ په هرات کې د کورنیو تولیداتو له پېنځه ورځني نندارتون څخه څه باندې ۲۰ زره کسانو لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونه وايي، سږ کال نندارتون ښه و او د فابریکو خاوندانو د نورو ولایتونو له پانګوالو او سوداګرو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.
دغه راز په دغه نندارتون کې ګڼو ګډونوالو ته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د خپلو څانګو د پرانستلو ښه فرصت رامنځته شو.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال توریالی غوثي وایي؛ د فابریکو خاوندانو د دې غرفو له جوړولو سره خپل کورني تولیدات د پېنځو ورځو لپاره خلکو ته ایښي وه.
يو شمېر ګډونوال وايي، چې د کورنيو توليداتو د معرفي کولو او د کورنيو توليداتو کارولو ته د خلکو د هڅولو لپاره د نورو نندارتونونو جوړولو ته هم اړتيا شته دی.
د فابریکو خاوندانو خپل تولیدات په ۱۲۰ غرفو کې نندارې ته ایښي وه؛ لبنیات، خوراکي توکي، پلاستیک، درمل او د کور وسایل هغه توکي دي، چې ګډون کوونکیو سږ کال دغه نندارتون ته راوړي وه.
د تېر کال پر پرتله د خلکو لخوا یې تود هرکلی وشو، چې د فابریکو خاوندان یې د راتلونکي لپاره هیله من کړل.
د فابریکو خاوندان ټینګار کوي، چې دا ډول نندارتونونه کولی شي کورني توکي خلکو ته معرفي کړي؛ نو اړتیا ده، چې نور نندارتونونه هم جوړ شي.
دوی بیا هم له حکومته غواړي، چې د ورته توکو د واردولو مخه ونیسي.
اوسمهال د هرات صنعتي ښار د لبنیاتو، غیر الکولي مشروباتو او ځینو خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی؛ خو د صنعتکارانو هیله دا ده، چې خلک د کورنیو تولیداتو پېرلو ته وهڅول شي.
سوداگري
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کازان ښار کې د «روسیه – اسلامي نړۍ» د پېنځلسمې نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینی خانوف، د روسیې فډراسیون له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره بحث او خبرې وکړې.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ د غویی شپږویشتمه په ایکس پاڼه کې له دې غونډې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، په افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر سفر، د برښنا تولید، د اوبو لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي همکاریو، د عملي ګامونو ، دې هېواد ته د روسيې د صادراتي توکو لېږد او جنوبي آسيا ته د ولګا ټرانزيټي لارې خبرې اترې وکړې.
سوداگري
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د چارشنبې پر ورځ ( د غویي شپږویشتمه ) ویلي، چې تېر کال د صادراتو ارزښت ۱ میلیارډ ۷۷۷ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارډ او ۵۷۶ میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د هېواد په صادراتي توکو کې مېوو له ټولو ډېره ونډه درلوده او د صادراتو ارزښت يې ٦٤٥ ميليون او ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.
دغه راز د درملو بوټي، کاني او منرالي توکي او سابه دوهیم، درېیم او څلورم ځای لري.
تېر کال د هېواد په وارداتي توکو کې نفتي توکي او لبنيات له ټولو ډېره ونډه لرله، چې ټوليز ارزښت يې يو ميليارډ او ٣٧٧ میلیون او ٩٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده او په همدې توګه د ماشينرۍ، ټرانسپورټي وسايطو او پرزو يو ميليارډ او ١٥ ميليون او ۹۰۰ زره ډالر ته رسېده او په دوهیم ځای کې د ټوکر، فلزاتو او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې دي.
سوداگري
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د روسیې تاتارستان ته ولاړ
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدين عزيزي د یوه پلاوي پر مشرۍ د روسيې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوريت ته ولاړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې: د دې وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د تاتارستان د ولسمشر رستم مینی خانوف پر بلنه د اسلامي امارت د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ تاتارستان ته سفر وکړ.
ټاکل شوې د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د روان کال د مې له څوارلسمې څخه تر نولسمې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې جوړه شي.
د انادولي آژانس د څرګندونو له مخې؛ د کازان فورم موخه دا ده، چې په روسیه او ټوله نړۍ کې د اسلامي مالي موسسو پراختیا ته وده ورکړي او پر ګډو نړیوالو پروژو او پروګرامونو راوڅرخیږي.
تمه ده، چې په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، مالیزیا، ترکیې، ایران، لیبیا او د اسلامي همکاریو ټولنې د نورو غړیو هېوادونو د استازو په ګډون له ۸۰ ډېر هېوادونه ګډون وکړي.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان په اړه سیمهییزه اجماع
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
تازه خبرونه5 days ago
چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه