سیمه ییز خبرونه
په هرات ښار كې د تاريخي څليو د خونديتوب لپاره هڅې بې پايلې شوې دي
په هرات ښار كې لرغوني او تاريخي ديوال ته نږدې د يوه ماركيت د جوړيدو چارې پيل شوي، چې د دغه ولايت فرهنگيان پرې اندېښنې څرگندوي.
د هرات ولايت فرهنگيانو هرات والي ته د دغې تاريخي ديوال او په ټوليزه توگه په هرات كې د لرغونو سيمو د ناوړه حالت په اړه خپلې اندېښنې په ډاگه كړې.
د هرات ښار لرغوني او تاريخي ديوال تر څنگ د تجارتي مركزونو جوړيدو خلك هم اندېښمن كړي دي. د هرات فرهنگيان هر يو صلاحي او حقيقي وايي، چې:
د تاريخي ديوال په څو مترۍ كې د يوه سوداگريز ماركيټ د جوړيدو چارې پيل شوي، چې دغه لرغوني ديوال ته به يې زيان واوړي.
د هرات والي وياند محى الدين نوري وايي، چې:
والي د لرغونو آثارو د خونديتوب د ټولنې له غړيو سره په كتنه كې ژمنه كړې، چې د هرات د تاريخي ديوال ساتنې او خونديتوب ته به ځانگړې پاملرنه وكړي.
هرات، چې له تاريخ او لرغونتوب له پلوه د افغانستان له مهمو ولايتونو څخه شمېرل كيږي، په دې وروستيو كې يې د فرهنگي ميراثونو د ناوړه او ويجاړيدونكي حالت په اړوند د خلكو اندېښنې راپارولي.
د هرات فرهنگپال اندېښنه څرگندوي، چې د لرغونو او تاريخي ابدو ساتنې او خونديتوب ته د دولت د لږ پاملرنه ښايي د هرات ولايت تاريخي هويت ته زيان واوړي.