تازه خبرونه

په هرات کې د ا.ا.ا ځواکونو ۴ انسان تښتوونکي ووژل

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۰)

د هرات امنیتي چارواکو منلې، چې څلور انسان تښتوونکي نن سهار د ښار په څوارلسمه ناحیه کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا ووژل شول.

په هرات کې د څوارلسمې امنیتي حوزې قومندان ويلي، چې سړي تښتوونکیو له ۱۲ ناحیې څخه یو پلار او زوی تښتولي او څوارلسمې حوزې ته یې وړي دي.

د څوارلسمې امنیتي حوزې قومندان مولوي جلالي ويلي، چې دا کسان څلور کسان ول، چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تښتول شوي پلار او زوی دواړه خوشې شوي دي.

Trending

Exit mobile version