تازه خبرونه
په هرات کې د یوه کور د چت پر راپرېوتو ۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د چارشنبې پر ورځ د اوبه ولسوالۍ د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.
د هرات سیمهییزو سرچینو ويلي، چې د دې ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د راپرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پېنځه غړي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
دا پېښه د چارشنبې پر ورځ د اوبه ولسوالۍ د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینو ويلي، چې په دې پېښه کې یوه میرمنې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
ټپي کس، چې د کور مشر دی له پېښې وروسته د اوبه ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته وړل شوی؛ خو له لومړنیو طبي مرستې وروسته د بشپړې درملنې لپاره هرات ښار ته ولېږدول شو.