سوداگري
په هرات کې سږ کال د شاتو حاصلات دوه برابره شوي
د هرات ولايت د مچيو ساتونکيو ويلي؛ سږ کال د وروستيو اورښتونو او ښې هوا له کبله د شاتو حاصلات دوه برابره شوي دي.
د هرات ولایت د کرنې، مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر سید معصوم سادات ويلي، چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو د پالنې صنعت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او اوسمهال په دغه ولایت کې د مچیو د ساتنې شاوخوا ۱۰۰۰ فارمونه شته، چې لږ تر لږه درې زره کسان په کې کار کوي.
د مچیو ساتونکی عارف واصل ویلي؛ دا مهال د شاتو مچیو ډېر فارمونه په انجیل، ګذره، زنده جان، غوریان او کروخ ولسوالیو کې دي او تمه ده، چې سږ کال به د هرات د مچیو له فارمونو څخه شاوخوا ۲۰۰ ټنه شات راټول شي.
که څه هم سږ کال په هرات کې د شاتو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دي؛ خو له بهره د کم کیفته شاتو وارداتو پر کورنیو شاتو بده اغېزه کړې ده.
د مچیو ساتونکی شعیب وایي: مونږ دلته ډېر شات پلورلی نشو؛ ځکه له بهره تقلبي شات راواردیږي او د هېوادنیو هغو پر نوم یې خلک پېري، چې دې کار مونږ زیانمن کړي یوو.
د مچیو یو بل ساتونکي څرګنده کړې؛ د تېرو کلونو پر پرتله مو حاصلات ډېر دي؛ ځکه هوا ښه او امنیت خوندي دی او مونږ کولی شو د هېواد بېلابېلو سیمو ته خپلې مچۍ ولېږدوو.
د شاتو مچیو پالونکي پدې باور دي، چې سږ کال ګلانو او بوټو ښه او غوره وده کړې؛ ځکه دوی ډاډه دي، چې سږ کال به د شاتو درې فصله حاصل راټول کړي.
