تازه خبرونه

په هرات کې وسلوالو طالبانو شپږ امنیتي سرتېري وژلي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۰)

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې پر ورځ ویلي؛ د طالبانو په بریدونو کې د امنیتی ځواکونو شپږ غړی وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دی.

د هرات والي سید وحید قتالي ویلي؛ طالبانو له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په پښتون زرغون، شینډنډ او اوبه ولسوالیو کې بریدونه کړي، چې په کې لږ تر لږه څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سید وحید قتالي ویلي، چې طالبانو لومړی په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست ته نږدې موټر بم برید کړی او بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

قتالي زیاته کړې؛ طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو په اړه یې جزئیات ندي ورکړي.

د قتالي د څرګندونو له مخې، تېره شپه طالبانو پر پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو هم بریدونه کړي؛ نښتې څو ګړۍ روانې وې؛ خو په سیمه کې د ناتو ځواکونو له هوایي بریدونو وروسته طالبان بېرته پر شا شول.

قتالي وايي، چې په پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې افغان ځواکونو ته تلفات ندي اوښتي.

طالبانو تر دې دمه دپر دغو ولسواليو د برید په اړه څه ندي ویلي؛ خو وایي؛ تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ریاست موټر بم برید تر سره کړی، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ څو ګړۍ نښته هم شوې ده.

ولسي سرچینو ویلي؛ د ځاني زیانونو شمېر لوړ دی او د چاودنې ځای په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د هرات مرستیال والي نور احمد حیدري ویلي، چې نن سهار د پولیسو په یوه پوسته کې چاودنه شوې. هغه د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

د هرات امبولانس د څانګې غړي ابراهیم محمدي ویلي، چې دوه تنه، چې دوه جسدونه او یو ټپي روغتون ته رالېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version