تازه خبرونه
په هرات کې ۹۱ کیلومټره لار ټاپي پروژه د پایپ لاین لپاره چمتو شوې
د هرات والي د ټاپي پروژې د پلي کولو له بهیر څخه د رضایت څرګندولو پرمهال له ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ پروژه هره ورځ ښه کیږي او د هغې د بشپړېدا هیله ورځ پر ورځ زیاتیږي.
د هرات والي نور احمد اسلام جار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر بګنج عبدالله یوف او په هرات کې د ترکمنستان قونسل جنرال سره ولیدل او د دې پروژې پر پرمختګونو یې خبرې وکړې.
د هرات والي د ټاپي پروژې د پلي کولو له بهیر څخه د رضایت څرګندولو پرمهال له ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ پروژه هره ورځ ښه کیږي او د هغې د بشپړېدا هیله ورځ پر ورځ زیاتیږي.
په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر راپور ورکړی، چې تر اوسه پورې د پروژې ۹۱ کیلومټره لار د پایپ لاین ایښودلو لپاره چمتو شوې او د لارې په اوږدو کې یو شمېر کاري کمپونه جوړ شوي دي.
په هرات کې د ترکمنستان قونسل جنرال باتور یولوف هم د ټاپي پروژې د پرمختګ په برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ستاینه وکړه او وایي، چې د جوړو شویو پلانونو پر بنسټ به د روان کال تر پایه پورې په هرات ولایت کې د پروژې کار بشپړ شي.