سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې حيواني او كرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې هڅې پيل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند ولايت د كرنې مسوولين وايي، چې:

حيواني او كرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې هڅې مو د دې ولايت د كروند گرو او حيواني فارم لرونكيو د مسوولينو په غوښتنه پيل كړې دي. د همدې موخې لپاره د يو شمېركسانو د روزنې لړى هم پيل شوې ده.

دوى زياتوي، چې  كروندگر به  له زده كړو وروسته  پخپله د بازار موندنې هڅې وكړي.

د هلمند د كرنې رييس انجنيرعبدالله احمدزى وايي، چې:

په دې ولايت كې د ملي سوداگرو، د حيواني فارمونو د مسوولينو او يو شمېركروند گرو په غوښتنه د بازار موندنې هڅې پيل شوې او په كابل كې به په دې اړه يوه پراخه غونډه ولرو، چې د دې ولايت د كرل كيدونكيو توكو لكه پنبې، جوارو، مۍ، غنمو او نورې غله دانې په ملي او نړيواله كچه ښه بازار ومومي.

د نوموړي په وينا:

په دې اړه مو له وړاندې هڅې پيل كړې وې، خو مرسته كوونكيو ناهيلي كړي وو. اوس بهرني مرسته كوونكي هم پوهيدلي، چې د كوكنارو د مخنيوي ښه لار د روا محصولاتو لپاره بازارموندنه ده.

په همدې حال كې د دې ولايت يو شمېرسودا گروايي، چې:

د دولت له همكارۍ پرته سودا گرنه شي كولى په معياري توگه كرنيزو او حيواني محصولاتو ته ښه بازرا پيدا كړي.

د يادونې وړده، چې هلمند د هېواد په كچه پراخه كرنيزې ځمكې او د اوبو خوړ له امكاناتو ښه برخمن ولايت دى ، چې ځانگړې او دولتي پاملرنه غواړي.

Trending

Exit mobile version