تازه خبرونه
په هلمند كې د كورونو د برښنا بيه دوه برابره لوړه شوې
د هلمند یو شمېر اوسيدونکي وايي، که د برښنا بيه ټيټه نه شي دوی به يې مزي پرې او له كارولو به يې لاس واخلي.
د هلمند ولایت يو شمېر اوسيدونكي وايي؛که څه هم د کجکي برښنا په وقفه يي توګه کورونو ته ورکول کيږي، خو اوس يې بيه د كورنو له پاره كيلوواټ په درې افغانۍ او د سوداګريزو سيمو او تاسيساتو له پاره شل افغانۍ شوې.
دوى وايي، د برښنا شركت بايد د وارداتي برښنا بيه له دوى وانه خلي.
د دوی په خبره؛ که برښنا شرکت په نويو بيو بيا کتنه ونه کړي دوی به د برښنا مزي پرې او لاريونونه اواحتجاج به وكړي.
د بريښنا شرکت سیمه ییز رییس انجنير نصرالله قانع وايي، که څه هم د هلمند او کندهار اوسيدونکي د کجکي له برښنا ګټه اخلي؛ خو په هغو وختونو کې، چې هغه برښنا نه وي دوی اړدي، چې يادو سيمو ته د جنراتورونو برښنا ورکړي، نو په همدې اساس برښنا شرکت د دې ولايتونو له پاره هم د برښنا بيه لوړه کړې ده.
هغه زیاتوي، ښايي دوه مياشتې وروسته، چې د سختې ګرمۍ موسم هم دی د کجکي برښنا د درېيم توربين د نصب له کبله د څو مياشتو له پاره دا برښناپه ټپه بنده شي. دوی اړدي، چې د شرکت پر لګښت د جنراتورونو پر مټ د لښکرګاه اوسيدونکیو ته برښنا ورکړي.
خبریال: نعمت الله زهير