تازه خبرونه
په هلمند كې د وسلوالوطالبانو يو زندان مات شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هلمند كې د وسلوالو له يوه زندان څخه ۲۳ ملكي وګړي ژغورل شوي دي.
د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې دا كسان تېره شپه د مارجې ولسوالې د كورو چارايي د اړوند سیمې د ملي اردو په خنجر نومو عملياتو كې ژغورل شوي.
هغه زیاتوي، په دې عملياتو كې د طالبانو زندان مات شوى؛ ملي اردو د زندان درې ساتونكې طالبان نيولي او بنديان يې خوشي كړي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .