تازه خبرونه

په هلمند کې د وسله والو طالبانو په يو توغندیز بريد کې د يوې کورنۍ پنځوغړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر سمونيار فريد احمد عبيد وايي چې ياد شوی توغندی د سه شنبې په شپه د نوزاد ولسوالۍ په شيخ زايي سيمه کې د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوی چې پر يو کور لګيدلی دی.
هغه وايي چې په دې بريد کې د يوې کورنۍ يوه ښځه او دوه نارينه وژل شوي او دوه نارينه ټپيان شوي دي، خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version