سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې د ميوې او سبو صادرات زيانمن شوي
په افغانستان كې د ميوې او سبو صادرات د تېركال په پرتله ۶۵ سلنه كم شوي دي.
د ميو، سبو او مميزو د صادراتو پراختيا اداره وايي:
له پاكستان سره د ترانزيتي ستونزو دوام او د صادراتي جواز ليكونو يو لړ ستونزې د دې لامل شوي، چې د دې توكو صادرات په دې كچه راټيټ شي. په حيرتان بندر كې مو اوس هم له زر ټنو ډېر مميز د صادريدو په تمه پراته دي.
د سبو، ميوې او مميزو د صادراتو د پراختيا ادارې مشر عيد عظيم هاشمي وايي:
له ټولو هڅو سره سره، چې د سوداگرۍ وزارت تراوسه كړي ستونزې پخپل ځاى پرتې دي.
هاشمي وايي:
له گاونډ هېوادونو او په ځانگړي توگه پاكستان سره د ترانزيتي ستونزو د دوام او د ميوې، سبو او مميزو د صادرولو اختياري جوازنامه د دې لامل شوې، چې د دغو توكو صادرات د تېركال په پرتله ۶۵ سلنې ته راټيټ شي. سږ كال نږدې شپږ زره ټنه دا توكي صادر شوي. په داسې حال كې، چې په تېركال كې دا كچه ۳۱ زره ټنو ته رسيده .
دغه اداره زياتوي، چې په كندهار كې د مميزو د پېژندنې او برابرولو په موخه مو په نړيوالو معيارونو يو لابراتوارجوړكړى دى.