سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې رواني ناروغان له آسانتياوو بې برخې پاتې دي
په كابل كې د روانې نارغانو د روغتون چارواكي وايي، چې:
دوى په دغه روغتون كې د ناروغو ښځو او نرينوو لپاره يوازې شپېته بستره لري، چې بسنه نه كوي.
د عامه روغتيا وزارت مني، چې په دې برخه كې د بوديجې د نشتوالي له لامله نه دي توانيدلي، چې په هېواد كې د رواني ناروغانو لپاره اسانتياوې برابرې كړي.
كه څه هم په رواني ناروغيو د اخته كسانو كره شمېره نه ده معلومه؛ خو ويل كيږي، چې په افغانستان كې له څلويښت څخه تر شپيته سلنې خلك پر رواني ناروغيو اخته دي.
د روانپوهانو په باور:
هغه كسان، چې له روانې پلوه خوښ، له فزيكې پلوه فعال، له سياسي پلوه باخبر او له فرهنگي پلوه پوه وي يو سالم انسان بلل كيږي او هغه كسان، چې دا ځانگړنې نه لري په رواني ناروغيو اخته كسان دي.
رواني ناروغۍ په شديد او يا هم كمزوره بڼه په انسان كې موجودې وي، چې كله كله دغه ناروغۍ په مستقيم ډول د انسان په وجود او خبرو كولو كې احساس كيږي.
د افغانستان د روانپوهانو ټولنې رييس ښووندوى عزيزالدين همت وايي:
پردغې ناروغۍ د اخته كيدو بېلابېل لاملونه په گوته كيدى شي.
ويل كيږي، چې جنگونه، فقر، كورنى تاوتريخوالى او پر نشه يې توكو روږدې كيدل په رواني ناروغيو د اخته كيدو اصلي لاملونه دي.
په كابل كې د رواني نارغيو د روغتون ريس ډاكټر تيمور شا مصمم وايي، چې:
په رواني ناروغيو د اخته كسانو د شمېرپه پرته دغو نارغانو ته لږ روغتيايي خدمتونه تر سره كيږي او مونږ يوازې د هغو كسانو درملنه كوو، چې د ناروغۍ له لامله يې كابو كول ستونزمن كيږي.
د عامه روغتيا وزارت وياند غلام سخي نور اوغلي وايي:
په داسې حال كې، چې اوس مهال د مور او ماشوم له مړينې مخنيوى د دوى په لومړيتوبونو كې دي؛ نو د دې له لامله مرستندويه بنسټونه ورسره د روانې نارغانو د درملنې په برخه كې مرسته نه كوي.
كه څه هم په هېواد كې پر روانې ناروغيو د اخته كسانو د شمېر په موخه كومه سروې نه ده شوې؛ خو ويل كيږي، چې ډېري يې ښځې او ماشومان دي.
د دغې ناروغۍ ډاكټران غوښتنه كوي، چې دولت دې په دغه برخه كې پاملرنه وكړي؛ ځكه، چې رواني ناروغي په هره كچه د درملنې وړ ده.