Connect with us

تازه خبرونه

په هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځمکو وېش په مراسمو کې صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د برښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او چارې یې تر ډېره پر مخ تللې دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۸, ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ پر رسمي بڼه  پيل شوه.

دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځمکو وېش په مراسمو کې صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د برښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او چارې یې تر ډېره پر مخ تللې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د اقتصادي ځان‌بسیاینې، ټولنیز ثبات او بې‌روزګارۍ د کچې کمولو اغېزناکه لار صنعتي وده وبلله او زیاتوي، چې اسلامي امارت خصوصي سکټور ته د مناسب او غوره چاپېریال د برابرولو هحه کوي.

ملا عبدالغني برادر دغه راز ویلي؛ د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د صنعتي ساحو د وېش قانون توشیح شوی، چې له مخې به یې صنعتکارانو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: «د کابل په څلور خواوو کې دوه – دوه زره جریبه ځمکه، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل – شل زره جریبه ځمکه، په کندږز کې لس زره جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره زر- زر جریبه ځمکه، د کوچنيو صنعتکارانو او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه به ځانګړې او وسپارل شي».

دغه راز د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو د هېواد د صنعتي کېدو پر لور د ریښتني ګام پر موخه له صنعتکارانو څخه په خپلو تولیداتو کې د کورنیو اومه توکو پر کارولو ټینګار وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي ویلي: «زمونږ د صنعت او تولید ډېره برخه اومه توکې په هېواد کې دننه شته؛ خو پر هغه کچه، چې تمه ده ګټه ترې نه‌پورته کیږي. هیله ده، چې صنعتکاران خپل اومه توکې له کانونو او کرنيزو محصولاتو برابر کړي».

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالی عطاالله عمري وایي: « د هېواد په صنعت کې ډېر کرنیز محصولات کارول کیږي. هیله لرم، چې د هېواد صنعتکاران یادې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي».

دغه راز د صنایعو او کانونو خونې مسوولین بیا وايي، چې اسلامي امارت یې ټولې غوښتني منلي او دوی به هم د هېواد د تولید د معیاري کولو ترڅنګ په خپلو تولیداتو کې له کورنیو توکو ګټه واخلي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده څرګنده کړې: « په هېواد کې د صنعت د پراختیا لپاره پر لوړه کچه ظرفیت شته او خصوصي سکټور ته د دې ځمکو له ورکړې سره د پانګونې د پراختیا ترڅنګ به تولیدات هم د معیاري کېدو پر لور چټک حرکت وکړي».

د هېواد پر کچه ۱۳۰۰ صنعتکارنو د صنعتي فعالیتونو لپاره د ځمکو د ترلاسه کولو وړانیزونه ورکړي وه، چې ۱۰۰ کسانو ته يي نن د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل شوه.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ تر پایه به صنعتکارانو ته ۶۵۰ جریبه ځمکه وسبارل شي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!