تازه خبرونه
په هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه
دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځمکو وېش په مراسمو کې صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د برښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او چارې یې تر ډېره پر مخ تللې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ پر رسمي بڼه پيل شوه.
دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځمکو وېش په مراسمو کې صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د برښنا پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او چارې یې تر ډېره پر مخ تللې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د اقتصادي ځانبسیاینې، ټولنیز ثبات او بېروزګارۍ د کچې کمولو اغېزناکه لار صنعتي وده وبلله او زیاتوي، چې اسلامي امارت خصوصي سکټور ته د مناسب او غوره چاپېریال د برابرولو هحه کوي.
ملا عبدالغني برادر دغه راز ویلي؛ د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د صنعتي ساحو د وېش قانون توشیح شوی، چې له مخې به یې صنعتکارانو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: «د کابل په څلور خواوو کې دوه – دوه زره جریبه ځمکه، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل – شل زره جریبه ځمکه، په کندږز کې لس زره جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره زر- زر جریبه ځمکه، د کوچنيو صنعتکارانو او تشبثاتو لپاره په هر ولایت کې له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه به ځانګړې او وسپارل شي».
دغه راز د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو د هېواد د صنعتي کېدو پر لور د ریښتني ګام پر موخه له صنعتکارانو څخه په خپلو تولیداتو کې د کورنیو اومه توکو پر کارولو ټینګار وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي ویلي: «زمونږ د صنعت او تولید ډېره برخه اومه توکې په هېواد کې دننه شته؛ خو پر هغه کچه، چې تمه ده ګټه ترې نهپورته کیږي. هیله ده، چې صنعتکاران خپل اومه توکې له کانونو او کرنيزو محصولاتو برابر کړي».
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالی عطاالله عمري وایي: « د هېواد په صنعت کې ډېر کرنیز محصولات کارول کیږي. هیله لرم، چې د هېواد صنعتکاران یادې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي».
دغه راز د صنایعو او کانونو خونې مسوولین بیا وايي، چې اسلامي امارت یې ټولې غوښتني منلي او دوی به هم د هېواد د تولید د معیاري کولو ترڅنګ په خپلو تولیداتو کې له کورنیو توکو ګټه واخلي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده څرګنده کړې: « په هېواد کې د صنعت د پراختیا لپاره پر لوړه کچه ظرفیت شته او خصوصي سکټور ته د دې ځمکو له ورکړې سره د پانګونې د پراختیا ترڅنګ به تولیدات هم د معیاري کېدو پر لور چټک حرکت وکړي».
د هېواد پر کچه ۱۳۰۰ صنعتکارنو د صنعتي فعالیتونو لپاره د ځمکو د ترلاسه کولو وړانیزونه ورکړي وه، چې ۱۰۰ کسانو ته يي نن د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل شوه.
د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ تر پایه به صنعتکارانو ته ۶۵۰ جریبه ځمکه وسبارل شي.