تازه خبرونه
په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو درې ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ) کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.
سربېره پردې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومټره سړکونه او څو دوکانونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۱۲۰۰ څاروي هم له منځه تلي دي.
ویل کیږي، چې د بېړنیو مرستو د تر سره کولو لپاره کاري ډلې سیمو ته رسېدلي دي.