Connect with us

1393ټاكنې

په يو زرو څلور سوه اتو محلونو كې رايي قرنطين شوې دي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې له یو زرو څلور سوه اتو محلونو څخه، اته سوه دوه نوي شكايتونه په لومړۍ كته ګورۍ كې دي، چې رايي يي قرنطين شوي.

ټاكنې او د شمېرو او رايو متفاوته څېره، د درغليو او سرغړونو له شك سره، ورځې حساسې او ناستې هم برخليك ټاكونكې.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وایي، اته سوه دوه نوي شکایتونه په الف كټه ګورۍ كې دي. خطرناكه كته ګوري د ټاكنو د زاويې د بدلون لپاره.

فيفا او تيفا د نورو ۵۱۶ محلونو راپور هم د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وركړي دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د دې ۵۱۶ محلونو رايي هم قرنطين كړې دي او اوس له دې دوو محلونو سره د هغو محلونو شمېره، چې رايي يي قرنطين دي ۱۴۰۸ ته رسېږي.

مخكې له دې داسې وېل كېدل، چې د هرات، نورستان، بلخ، غزني، خوست او پكتيا په ولايتونو كې په ټاكنيزو مركزونو كې زياتې درغلۍ او سرغړونې شوي.

خو اوس د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، د درغليو او ټاكنيزو سرغړونو په تړاو د ټاكنو د خپلواك كميسيون او د فيفا او تيفا موندنې سره ګډې دي.

Advertisement

1393ټاكنې

پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد

د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د مرغومې پر اتلسمه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت په دې ښار کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي، چې سمدستي دې په دې برخه کې مداخله وکړي.
Continue Reading

1393ټاكنې

اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.

ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.

Continue Reading

1393ټاكنې

ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.

ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!