سیمه ییز خبرونه

په يو شمېر ولايتونو كې د څړځايونو پر سر ستونزې به وڅېړل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د شخړو د حل كميسيون مشرصبغت الله مجددي ژمنه وكړه، چې:

په يو شمېر ولايتونو كې به د څړځايونو او ځمكو  پرسر د كوچيانو او ځايي اوسيدونكو ترمنځ ستونزه ژر حل شي. په دې اړه به له څېړنو وروسته هيچا ته اجازه ور نه كړ شي، چې له دې ستونزې سياسي گټه واخلي.

په همدې وخت كې يو شمېر كوچيان دا يوه سياسي لوبه گڼي او وايي، چې:

په ځينو ولايتونو كې مو له ځايي اوسيدونكيو سره  د رامنځ ته شويو ستونزو په حل كې  دولت هيڅ جدي اقدام نه دى كړى.

د كوچيانو يو شمېر استازيو د شخړو د اوارولو له كميسيون څخه د دوشنبه په ورځ(د مرغومي۱۸) وغوښتل، چې:

په ځينو سيمو كې دې زموږ او ځينو اوسيدونكيو تر منځ رامنځته شوې ستونزې حل شي.

دوى په ډاگه كړې ده، چې ډېر پخوا په ولايتونو كې حكومتونو ځمكې راكړي او شرعي قبالې يې لرو؛ خو له تېرو څو كلونو راپديخوا له دې حقه بې برخې شوي يو او يا يې هم په وړاندې ستونزې جوړيږي.

د كوچيانو استازي څرگندوي:

د سيمې له ځايي اوسيدونكيو سره ستونزه نه لرو؛ خو يو شمېرهېوادونه او ځينې لوړ پوړي دولتي چارواكي د خپلو سياسي موخو لپاره د شخړو د رامنځته كولو هڅې كيږي.

د شخړو د حل كميسيون مشر صبغت الله مجددي  ژمنه وكړه، چې:

په دې اړه به د اسنادو له څېړلو وروسته عملي گامونه پورته شي او هيچا ته به د مداخلې حق ورنه كړ شي.

د نوموړي په وينا دغه كميسيون د خلكو د شخړو په حل كې اغېزمن رول لوبولى او په ډېرو برخو كې يې ستونزې حل كړي دي.

Trending

Exit mobile version