تازه خبرونه

په ټول افغانستان کې له یخې هوا درې کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي منلې، چې په روانه اونۍ کې د واورو او سختو بارانونو له کبله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه درې هېوادوال مړه شوي دي.

رحيمي څرګنده کړې؛ توپان او سیلابونو د هېواد په ۹ ولايتونو کې اووه کسان ټپيان کړل، له ٧٥٠ ډېر کورونه يې ويجاړ کړي او کروندې یې وړې دي.

د جمعې او شنبې پر ورځ  د بلخ، زابل، فاریاب، روزګان، نیمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه ډېر زیانمن شوي دي.

رحيمي ويلي، دولتي ادارې ځپل شویو کورنيو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي، خيمې او کمپلې برابروي.

رحیمي دا هم ویلي؛ د تېرې سې شنبې پر ورځ د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې زلزلې، چې د افغانستان او پاکستان ډېرې برخې یې ولړزولې، د مړینو په شمېر کې کوم بدلون ندی راغلی.

په افغانستان کې د زلزلې له کبله لس کسان مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي، چې د هېواد په شمالي برخو کې یې لږ تر لږه ۸۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version