روغتيا
په ټول افغانستان کې له ۲۰۰ ډېر بشري روغتیايي مرکزونه تړل شوي
یادې ټولنې په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی؛ په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو ۸۰ سلنه، چې دوی یې ملاتړ کوي د بودجې د سخت کمښت له کبله د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې د تړلو له خطر سره مخ دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د مارچ میاشتې په راپور کې ویلي، چې د روانې میاشتې له ۲۵ نېټې راپدېخوا په ټول افغانستان کې ۲۰۲ بشري روغتیايي مرکزونه، چې په ۲۸ ولایتونو کې یې ۱.۸ میلیون کسانو ته روغتیايي خدمات رسول تړل شوي دي.
یادې ټولنې په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی؛ په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو ۸۰ سلنه، چې دوی یې ملاتړ کوي د بودجې د سخت کمښت له کبله د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې د تړلو له خطر سره مخ دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د مارچ میاشتې په راپور کې ویلي، چې د دې میاشتې تر پېنځهویشتمې پورې؛ په ټول افغانستان کې ۲۰۲ بشري روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له کبله ځنډول شوي یا تړل شوي دي، چې دا چاره به ۱.۸ میلیون خلک له لومړنۍ روغتیایي پاملرنې بې برخې کړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ ” د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پېنځهویشتمې پورې د بشري مرستو د شریکانو لخوا د بودجې د کمښت له کبله ټولټال ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه ځنډول شوي یا تړل شوي دي.
داسې ښکاري، چې دا چاره به د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ هغو کې شاوخوا ۱.۸ میلیون خلک اغېزمن کړي.
په ځنډول شویو روغتیايي مرکزونو کې ۱۰۸ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې، ۳۳ د کورنیو روغتیايي کورونه، ۲۰ لومړني روغتیايي مرکزونه، ۲۲ فرعي روغتیايي مرکزونه او ۱۹ نور روغتیايي مرکزونه شامل دي.”
په دې راپور کې دغه راز راغلي، چې د روغتیایي مرکزونو د ځنډول شویو یا تړل شویو شمېر ممکن هره اوونۍ له بشري شریکانو څخه د بودجې شتون پورې اړه ولري.
دا نړیواله ټولنه پر مرستندویانوغږ کوي، چې په بېړني ډول د حیاتي روغتیايي خدماتو له بیارغونې ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري تل ټینګارکړی، چې د افغانستان خلک بشري مرستو ته اتیا لري او نه باید دغه مرستې سیاسي شي.
له دې مخکې هم په ۲۵ ولایتونو کې د بودجې د کموالي له کبله ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه وتړل شول، چې دې چارې حیاتي روغتیايي خدماتو ته د ۱.۶ میلیون کسانو لاسرسی پرې کړی دی.