تازه خبرونه

په پاکستان کې افغان کډوال«د نیول‌کېدا او ایستل‌کېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

Published

on

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیول‌کېدا او ایستل‌کېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

بې‌پولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.

دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.

بې‌پولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بې‌وسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.

د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.

د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.

 

پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بې‌اسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نه‌لري.

بې‌پولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه  ستانه شوي نه‌دي.

بې‌پولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.

Trending

Exit mobile version