تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۲)

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۲۸) پر رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان سفارت له لوري په جوړې شوې ناسته کې د سفارت چارسمبالي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ څانګې رییس او تخنیکي پلاوي ګډون کړی و.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب وايي، په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش بهیر اړین دی.

نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له راغلي پلاوي څخه د دې بهیر د فعالولو له کبله مننه وکړه.

ښاغلي سردار شکیب ویلي، چې له دې وروسته به د پاسپورت غوښتونکي کولی شي د پاسپورت توکن آنلاین ترلاسه او پر ټاکلي وخت سفارت ته مراجعه وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د انلاین توکن سیستم لینک د ایکس ټولنیزې شبکې، فیسبوک او د سفارت د اوبپاڼې له لارې وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version