تازه خبرونه
په پاکستان کې د سپټمبر له لومړۍ د لنډمهاله استوګنې د کارت لرونکو افغان کډوالو شړل پیل کیږي
د پاکستان رسنیو د چارشنبې پر ورځ د زمري پېنځلسشمه / د اګست شپږمه د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سپټمبر لومړۍ د جبري ایستلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
په پاکستان کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د روان کال د سپټمبر له لومړۍ څخه به د لنډمهاله استوګنې کارت لرونکو افغان کډوالو د شړلو لاړۍ پیل شي.
د پاکستان رسنیو د چارشنبې پر ورځ د زمري پېنځلسشمه / د اګست شپږمه د چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سپټمبر لومړۍ د جبري ایستلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
په دې راپور کې راغلي؛ دا پرېکړه پرون د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو طرحې (IFRP) په چوکاټ کې د لوړې کچې د غونډې پر مهال رامنځته شوه.
دا پلان د امنیتي اندېښنو او پر ملي سرچینو د پراخ فشار له په پام کې نیولو سره پلي کیږي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت منلې، چې د لنډمهاله استوګنې کارتونو وخت پوره شوی او کډوال به له راتلونکې میاشتې څخه وشړل شي.
د راپورونو له مخې؛ شاوخوا یو میلیون افغان کډوال، چې د لنډمهاله استوګنې کارتونه لري؛ شړل کیږي. په داسې حال کې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم روانه ساتل شوې ده.
د بشري حقونو ډلو او د کډوالو مدافعینو د دې بهیر د مشروعیت او بشري اغېزو په اړه خپلې اندېښنې راپورته کړې دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې دا پروګرام، چې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو طرحه (IFRP) مبهمه بللی او د اسلام آباد او راولپنډۍ په څیر له ښارونو څخه یې پر ډلهییز لیږد نیوکه کړې، چې له لسیزو راپدېخوا په دې سیمو کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو ادارو هم د چټکې جبري ایستلو له کبله د “نه بیرته راګرځېدو” (non-refoulement) د اصل د سرغړونې د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت او همدارنګه په کابل کې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دې بهیر په اړه اعتراض کړی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۸۴ زره څخه ډېر خلک له پاکستان څخه جبري ایستل شوي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه د اټکل شوي ۱.۸ میلیون راستنیدونکو یوه برخه ده او مرستندویه بنسټونه یې هم اندېښمن کړي دي.