تازه خبرونه
په پاکستان کې یو افغان وژل شوی
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ د پنجاب ایالت د اوکاړې د دیپالپور سبزي منډي په اړوند سیمه کې یو افغان موټر چلوونکی په پوره بې رحمي وژل شوی دی.
سفارت پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
د سفارت د څرګندونو له مخې، دا په تېرو څو کلونو کې لومړۍ پېښه ده، چې یو افغان په کې وژل کېږي. دغه راز ویل شوي، د افغانستان ترانسپورت ټولنې سره یې اړیکه نیولې، چې د وژل شوي جسد خپلوانو ته وسپاري.
سفارت ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته یې غوښتي، چې امنیتي ادارې دې د پېښې په اړه پلټنې وکړي.
په تېرو څو میاشتو کې پاکستان په سیستماتیک ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانان د لازمو اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي؛ خو چارواکو ویلي، چې ډېر ژر به سلګونه بندیان افغانستان ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د سلګونه زره افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني کېدو په اړه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
