سوداگري

په پلخمري کې د یوې برښنایي شبکې پر پرانیسته سلګونه کورنۍ له برښنا برخمنې شوې

دا برښنایي پروژه د ۸ کیلومټره پر اوږدوالي د اووه معیاري برجونو نصبول رانغاړي، چې په پلخمري کې سلګونه کورنۍ یې برښنا ته له لاسرسی برخمنې کړې دي.

Published

on

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو پر لګښت د پلخمري برښنایي شبکه بشپړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

دا برښنایي پروژه د ۸ کیلومټره پر اوږدوالي د اووه معیاري برجونو نصبول رانغاړي، چې په پلخمري کې سلګونه کورنۍ یې برښنا ته له لاسرسی برخمنې کړې دي.

د بغلان ولایت والي عبدالرحمن حقاني د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې برښنا د خلکو یوه اساسي اړتیا ده او د دې شبکې له بشپړېدو سره به د پلخمري ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د برښنا له نعمت څخه برخمن شي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د دغو تاسیساتو په ساتلو او کارولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

همدارنګه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي په دې مراسمو کې ویلي، چې بغلان د هېواد یو له مهمو صنعتي او کرنیزو ولایتونو څخه دی او د بېخبناوو پراختیا ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

ویل کیږي، چې دا پروژه په بغلان کې د عامه خدمتونو او صنعتي پراختیا د ښه‌والي پر لور یو اړین ګام دی.

Trending

Exit mobile version