تازه خبرونه

په پلخمري کې نهه ويشت سيمه ييز پوليس له شپږو ورځو راهيسې کلابند دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان په ډنډ غوري سيمه كې له شپږو ورځو را په دې خوا نهه ويشت سيمه ييز پوليس وسله والو کلابند کړيچې تراوسه هېڅ مرسته ورته رسېدلې نه ده.

 

دا پوليس وايي تراوسه يې شپږو ملګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې سرتېرو خپلوان او كورنۍ له سيمه ييزو چارواكو د دې كسانو د ژغورنې غوښتنه كوي خو تراوسه يې هېڅ سم ځواب نه دى اورېدلی. وموغوښتل چې په دې اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.

 

د بغلان ولايت د مركز پلخمري په ډنډ غوري سيمه كې د سيمه ييزو پوليسو يوه ډله له خپلو قوماندانانو سره د وسله والو په کلابند كې دي. داكسان وايي حكومت يې د ژغورنې په موخه هېڅ ګام نه دى اخيستى.

له بلې خوا د ډنډ غوري سيمې يو شمېر اوسېدونكي ولايتي شورا ته ورغلي او وايي حكومت دې د دوى د كورنيو د غړو په خلاصون كې بېړنى اقدام وكړي.

په همدې وخت كې د بغلان د ولايتي شورا يو شمېر غړي په ډنډ غوري كې رامنځ ته شوى وضعيت د اندېښنې وړ ګڼي.

هڅه مو وكړه چې په دې اړه د بغلان د پوليسو د قوماندان نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.

Trending

Exit mobile version