Connect with us

روغتيا

په پنجشیر کې د انتراکس ناروغۍ خپرېدا خلک زیانمن کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

د  پنجشیر د رخه ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ په مالدارانو کې د انتراکس ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د راغستان ولسوال مولوي سيد سميع الله صاحبزاده وايي، چې په دې وروستيو کې د دې ولسوالۍ په شاسات کلي کې د انتراکس يا انتراکس ناروغي خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، د دې ناروغۍ د مخنيوي او څارنې لپاره د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست يو پلاوى نن د دې ناروغۍ د څېړنې ته راغلى او په‌دې ناروغۍ اخته څاروي يې له نږدې وڅېړل.

د رخه ولسوال وايي، دغه ډله، چې په کې داکتران هم شته؛ لومړی يې په‌دې ناروغۍ اخته څاروي قرنطين کړل او هغه څاروي يې واکسين شول، چې دغه ناروغي نه‌لري.

د يادونې ده، چې انتراکس د انسانانو لپاره يوه له نادرو خو خطرناکو ناروغيو څخه ده، چې په‌دې ناروغۍ په ټوله‌ییزه توګه څاروي او وحشي حيوانات اخته کېږي.

روغتيا

قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د قطر د سرې میاشتې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره پر زړه د سوریو ۱۶۹ ماشومانو د درملنې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک د شنبې پر ورځ ( د غویی نهه‌ویشتمه ) د قطر د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مشر محمد صالح ابراهیمي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې ټولنې له پرله‌پسې مرستو هرکلي او مننه وکړه.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو دوه کلونو کې درې زره او ٩٤ ماشومان، چې د زړه پر سوري ناروغۍ اخته ول د درملنې لپاره کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

ویل کیږي، چې پدې ناروغۍ اخته زرګونه نور ماشومان درملنې ته پر تمه دي.

Continue Reading

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.

دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوه‌یمې نېټې روان وي.

عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.

پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.

د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.

Continue Reading

روغتيا

قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.

د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!