تازه خبرونه
په پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.
المرصاد رسنۍ د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: زلمی بدخشي، چې د داعش خراسان څانګې لهخوا په کندوز ولایت کې د کابل بانک پر څانګې د برید له اصلي طراحانو څخه و؛ په پېښور ښار کې د ناڅرګندو وسلهوالو د برید له کبله وژل شوی دی.
بدخشي، چې د داعش خراسان په څانګه کې سلمان هم یادېده؛ د ۲۰۲۵ ز.کال په اوکټوبر کې له افغانستان څخه وتښتېد او د خیبر پښتونخوا ایالت د داعش له فعالو مرکزونو سره یوځای شو.
هغه په مستقیم ډول د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر یوولسمه د کندوز پر کابل بانک د برید پلان جوړولو مسوول و، چې په کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شول.
المرصاد دا هم لیکلي، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه په تیراه دره کې د داعش پر مرکزونو د لیزري لرلیدونو پر کارولو عملیات ترسره شول، چې په کې د دې ډلې ۱۰ غړي ووژل شول.
همدارنګه د مارچ پر لومړۍ د اورکزو د تورکاڼي او نریک غلجو په اړوند سیمو کې یو برید وشو، چې له کبله یې د داعش د دوه قومندانانو( عبدالرحمن(ابو ناصر) او ملا فاروقي ) په ګډون نهه غړي ووژل شول.