1393ټاكنې
په ځانگړي توگه د ۶ زره کڅوړو د ارزونې بهیر ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي
پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي، په ځانگړي توگه د رایو د ۶ زره کڅوړو د ارزونې بهیر یو بې معنا عمل دی او د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي.
حمید صدیقی گزارش راکوي؛ د ۶ زره کڅوړو، چې ۳ زره یې د اصلاحاتو او همپالنې تیم او ۳ زره نور یې د تحول او تداوم تیم ځانگړي کړي؛ د ارزونې بهیر نن شنبه(د زمري ۲۵) پیل شو. دا ۶ زره کڅوړې بشپړې حسابیږي؛ ځکه، چې دواړه اړخونه پرې د درغلۍ شک لري، خو پر ټاکنو د څار بنسټونه په دې بهیر ډېر باور نه لري.
د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وایي، د رایو له روانې ارزونې ډاډمنه پایله تر لاسه کیدی نشي.
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رییس یوسف رشید وایي:
له ټاکنو وروسته په ټولو پړاوونو کې د افغانستان قوانین له پامه غورزول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ارزونې په دې پړاو کې باید له ټولو رایو سره یوشان کړنه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو اوږده بهیر د افغانستان عام ولس له بېلابېلو اندېښنو سره مخ کړی او له همدې کبله افغانستان هم ترمالي فشارونو لاندې راغلی دی.