تازه خبرونه

په څه کم ۴ کلونو کې له ۵ میلیون ډېرافغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د یاد وزارت ویاند وایي؛ په تېرو دوه زېږدیز میاشتو کې هم څه باندې ۲۶۸ زره کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستندونکو چارو وزارت ويلي، چې په تېرو څه کم څلور کلونو کې له پېنځه میلیون ډېر افغان کډوال له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند وایي؛ په تېرو دوه زېږدیز میاشتو کې هم څه باندې ۲۶۸ زره کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته ګڼ شمېر هېوادوال له هېواده بهر ته ووتل او په ځانګړي توګه ګاونډ هېوادونو ته کډوال شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا څه باندې پېنځه میلیون هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب حقاني د څرګندونو له مخې؛ په څه کم تېرو څلور کلونو کې څه باندې ۲۹۱ زره کورنۍ، چې څه باندې دوه میلیون او ۲۳۹ زره کسان کیږي او څه باندې دوه میلیون او ۳۵۸ زره نور کسان بیا له خپلو کورنیو پرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري وایي، چې په تېرو دوه میاشتو کې نیم میلیون افغانان جبري افغانستان ته راګرځول شوي دي.

مرستندوي نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي؛ که راستنېدونکو ته مرستې په ټاکلي وخت کې ونه رسیږي او دهغوی ستونزو ته رسېدنه ونشي د راستنېدونکو لړۍ به افغانستان د یو بشري ناورین سره مخ کړي؛ ځکه دغه راستانه شوي له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دې بنسټ له کوربه هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو راستنېدل باید خوندي، په خپله خوښه او منظم وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زور ایستلو لړۍ دوام لري او ترڅنګ یې له ایران څخه هم د روان کال د چنګاښ میاشتې ۱۵ نېټه افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې ټول غیر قانوني کډوال باید تر ټاکلې نېټې له دې هېواده ووځي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغان کډوالو د سرشمېرنې د پاڼو له لغوه کېدو وروسته په دې هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمېر څه باندې څلور میلیون ته رسېدلی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو دوه زېږدیزو میاشتو کې څه باندې ۲۶۸ زره کسان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version