تازه خبرونه

په څو ورځو کې له افغانستان څخه د بریټانیا سرتېري وځي – راپور

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۰)

د راپورونو له مخې؛ په څو راروانو ورځو کې به د بریټانیا وروستي سرتېري هم له افغانستان څخه په داسې حال کې وځي، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونو د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو پر ویاړ د سرتېرو د وتلو نوې نېټه په ډاګه کړې ده.

د انګلستان ډیلي میل راپور ورکړی، چې د بریټانیا وروستي سرتېري به په راتلونکیو څو ورځو کې له افغانستان څخه ووځي.

د میل په راپور کې راغلي؛ په راتلونکیو څو ورځو کې به له ۲۰۰ ډېر بلیک واچ سرتېري خپلو کورونو ته الوت کوي، چې د انګلستان ۲۰ کلن شتون هم ورسره پای ته رسیږي.

دغه راز به له وتلو مخکې په ۲۰ کلن ماموریت کې د وژل شویو ۴۵۶ سرتېرو د درناوی لپاره د بيرغ کښته کولو مراسم هم پرځای کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې آلمان او ایټالیا هم خپل سرتېري ایستلي دي.

میل راپور ورکړی، چې د انګلستان لومړی وزیر بورس جانسن به راتلونکې اوونۍ په کابل کې د بریټانیا د سفارت او سفیر لپاره هم امنیتي پلان په ډاګه کړي.

دغه راپور له هغې وروسته خپریږي، چې د چارشنبې پر ورځ امریکا د سرتېرو په ایستلو کې بیړه ښکاره کړه؛ نو د انګلستان دفاعي سرچینو وښوده، چې بریټانیایي سرتېري به په څو ورځو کې له افغانستان څخه ووځي. میل څرګنده کړې، د امنیتي دلایلو له کبله په دې اړه پوره جزئیات خپاره شوي ندي.

د دغه راپور پر بنسټ، د انګلستان دفاع وزارت د چارشنبې پر شپه ویلي: انګلستان له امریکا او نړیوالو متحدینو سره له افغانستان څخه د راتلونکي ملاتړ په اړه په روانو بحثونو کې ښکېل پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا د اردو پخواني مشر لارډ ډنټ میل سرچینې ته په دې اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې او وایي؛ په خواشینۍ، چې د دوی تاکتیکي هڅې او د دوی قربانیو ستراتیژیک ثبات ترلاسه نکړ.

Trending

Exit mobile version