تازه خبرونه

په چین کې د شانګهای دوه ورځنۍ سرمشریزه جوړه شوه

دغه راز د افغانستان کړکېچ د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې یوه له مرکزي مسلو څخه پاتې دی؛ داسې، چې په وروستیو کلونو کې د دې ټولنې د اجنډا یوه برنه وه؛ خو تر اوسه پورې هیڅ باوري حل ورته وړاندې شوی ندی.

Published

on

د ۲۰۲۵ کال د شانګهای د همکاریو ټولنې سرمشریزه( د سنبلې له نهمې تر لسمې / د اګست له یودېرشمې د سپټمبر تر لومړې ) د چین په تیانجین کې پیل شوه.

دا سرمشریزه پر لاندې موضوعات راڅرخيږي:

– د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا: له نړیوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره پر بشپړ یووالي راڅرخېدل

– تلپاتې او لوړ کیفیت لرونکې پرمختیا: په سیمه کې د همغږۍ او پرله‌پسې اقتصادي ودې پر لوري حرکت

– سیمه‌ییز امنیت او ثبات: د ګډو ګواښونو پروړاندې د تګلارو ارزونه او د امنیتي جوړښتونو پیاوړتیا

– څو اړخیزه پالنه او نړیوال عدالت: د عدالت، متقابل درناوي او نه تسلط پر بنسټ له نړیوال نظم ملاتړ

– د چین “پېنځه ګډ کوره” نوښت: د یووالي، سولې، پرمختګ، ښه ګاونډیتوب او عدالت لپاره د کورونو  ګډون

دغه راز د افغانستان کړکېچ د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې یوه له مرکزي مسلو څخه پاتې دی؛ داسې، چې په وروستیو کلونو کې د دې ټولنې د اجنډا یوه برنه وه؛ خو تر اوسه پورې هیڅ باوري حل ورته وړاندې شوی ندی.

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دا کړکېچ نور هم پېچلی شوی؛ ځکه، چې د شانګهای همکاریو ټولنې ډېرو غړو هېوادونو د اسلامي امارت د واکمنۍ د امنیتي اغېزو او افغانستان ته د سیمه‌ییزو او افغان ترهګرو د بېرته راستنېدو د خطر په اړه، اندېښنې څرګندې کړې دي.

د دې اندېښنو یوه روښانه بېلګه په کابل کې د چین، پاکستان او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې لیدل کېدی شي؛ یوه غونډه، چې په بشپړه توګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له مخ پر زیاتېدونکي نفوذ څخه د راپورته شويو ناندرو او اندېښنو اغېزمنه او د اسلامي امارت تمې یې پوره نکړې.

دغو اندېښنو ته پر پاملرنه په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې سرمشریزه به پرته له شکه د غړو هېوادونو د ګډو اندېښنو او ناندرو د تکرار لپاره یوه مناسبه هڅه وي. په هرحال د افغانستان د مسلې له اهمیت سره – سره به د دې هېواد هیڅ استازی په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون ونلري.

له دې حقیقت سره – سره، چې د دې ټولنې د ځینو اصلي غړو په ګډون روسیې او چین له اسلامي امارت سره پراخې اړیکې ټینګې کړې دي او مسکو ان د اسلامي امارت حاکمیت پر رسمیت پېژندلی دی.

له همدې کبله تمه وه، چې اسلامي امارت به په دې غونډه کې ګډون وکړي او یا د څارونکي غړي په توګه د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، چې د افغانستان د امنیت په اړه د دې هېوادونو اندېښنو ته مستقیم ځواب ووایي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف د شانګهای همکاریو ټولنه په سیمه کې یو مهمه ټولنه ګڼي او ټینګار کوي، چې د دې ټولنې په غونډو کې د افغانستان حضور کولی شي د افغانستان د سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانزیټ په اړه مثبت اغېز رامنځته کړي.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال په جون کې د شانګهای همکاریو ټولنې څارونکی غړی شو؛ خو د جمهوري رژیم له نسکورېدو وروسته دا غړیتوب له تېرو څلور کلونو راپدېخوا غیرفعال دی.

ځینې کارپوهان پدې باور دي، چې غونډې ته د اسلامي امارت د استازو د نه‌بللو یو دلیل د امریکا مخالفت او له امنیت شورا څخه د اسلامي امارت د چارواکو د بهرنیو سفرونو د مخنیوي لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستل دي. دغه راز دوی په دې برخه کې اسلام آباد ته د امیر خان متقي د سفر لغوه کول او له امنیت شورا څخه د هند د غوښتنې بېرته اخیستل، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ته د نوي ډیلي سفر لپاره اجازه ورکړي؛ پر ګوته کوي.

Trending

Exit mobile version