تازه خبرونه

په کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، یاده پېښه د کابل هوايي ډګر په پوځي برخه کې شوې؛ هغه ځای، چې پوځي تجهیزات او یادګاري توکي پلورل کېدل. پر دغو سرتېرو تور دی، چې د پوځي یونیفورم ټي‌شرتونه او پارچه‌یي نښانونه یې له ځان سره وړي دي. په راپورونو کې دا هم راغلي، چې له همدې برخې څخه څو چړې هم ورکې شوې دي.

Published

on

آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد څارنوالان د ۲۰۲۱ز.کال پر مهال د کابل له هوايي ډګره د ځواکونو او کسانو د ایستلو د عملیاتو پر مهال له پېنځه آلماني سرتېرو څخه د غلا د تور په اړه څېړنې کوي.

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، یاده پېښه د کابل هوايي ډګر په پوځي برخه کې شوې؛ هغه ځای، چې پوځي تجهیزات او یادګاري توکي پلورل کېدل. پر دغو سرتېرو تور دی، چې د پوځي یونیفورم ټي‌شرتونه او پارچه‌یي نښانونه یې له ځان سره وړي دي. په راپورونو کې دا هم راغلي، چې له همدې برخې څخه څو چړې هم ورکې شوې دي.

د آلمان د کمپټن ښار څارنوالۍ ویلي، چې په دې تړاو څېړنې اوس هم روانې دي.

راپورونه ښیي، چې دا موضوع د سرتېرو په اړه د یوې ځانګړې پلټنې پر مهال رابرسېره شوې ده. له سرتېرو سره د خبرو اترو پر مهال په کابل کې د غلا د پېښو په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

د جرمني دفاع وزارت ویلي، له هغې وروسته، چې د احتمالي جرم په اړه راپور ترلاسه شو؛ د پوځ د انضباطي پلټنو ادارې دا دوسیه د کمپټن څارنوالۍ ته سپارلې ده.

Trending

Exit mobile version