تازه خبرونه
په کابل ښار کې پر یوه موټر د نښلېدونکي ماین چاودنه شوې
(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۱)
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي؛ نن سهار پر سیمه ییز وخت نږدې لس نیمې بجې د ښار د دوهیمې ناحیې په اړوند سیمه کې پر یوه موټر د نښلېدونکي ماین چاودنه شوې.
نوموړي ویلي، چې دا چاودنه ځاني زیان نهلري.
کابل پولیسو څرګنده کړې، چې د چاودنې په اړه یې خپلې پلټنې پيل کړې دي.
یو شمېر کابل ښاریانو ويلي، چې د کابل ښار د دوهیمې امنیتي حوزې اړوند ابوالفضل زيارت ته نږدې چاودنه شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت هیچا پر غاړه ندی اخیستی.