تازه خبرونه
په کابل ښار کې یو تنکی ځانمرګی ځوان ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ملي امنیت عمومي ریاست په کابل ښار کې د یو تنکي ځانمرګي بریدګر له نیولو خبر ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې دې ریاست خپره کړې؛ په ډاګه شوې؛ بهار الله نومي ۱۷ کلن تنکي ځوان، چې د عمر په مستعار نوم طالبانو ځانمرګي برید ته روزلی و د ملي امنیت کارکوونکیو موخې ته له رسیدو مخکې پېژندلی او نیولی دی.
ملي امنیت په ډاګه کړې، چې دغه تنکی ځانمرګی بریدګر د کابل ښار د پېنځمې ناحیې له اړوند سیمې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان دښمنانان په بېلابېلو بڼو په خلکو کې د وحشت د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو د دغه ریاست هڅاند کارکوونکي, یې پلانونه شنډ کړي او خنثی کوي.