تازه خبرونه
په کابل کی به د برق ستونزه ډېر ژر حل شی
د اوبو او برښنا وزارت مسوولین وایی، چی په سالنگ کی د واوری د اورښت له کبله د برق اووه پایی له منځه تللی،چی کابل ته یی له ازبکستان څخه د وارداتی بریښنا مزی پری کړی دی.
د کابل اوسیدونکي په څو وروستیو کلونو کې په دوامداره ټوگه د برښنا له نعمت څخه برخمن ول؛ خو یوه اوونۍ وړاندې د واوری د وروستیو اورښتونو له کبله یی برښنا پرې شوه او اوس د پخوا په پرتله د برښنا ستونزه ډیره تجربه کوي.
د برښنا شرکت مسوولین وایي،وروستیو واورو ښوییدنو د سالنگ په لویه لار کی له اربکستان څخه د راغلي برښنا دری ستني ویجاړی کړې دي.
د برښنا شرکت مسوولین وایی، که آسمان شین وي؛ نو هندی شرکتونه مرستی ته چمتو دي.
د کابل ښاربرښنایي ستونزه وارداتی برښنا پوره کوی؛ د اربکستان دری سوه میگاواته برښنا د سالنگ له غرونو کابل ته راتېریږي، چې دا لار هر کال د ژمی لخوا د ډېري واوری شاهده وي.
د یادونې وړ ده، چې له وړاندی باید ورته چمتوالی و نیول شي.
خبریال: نعمت الله احمدي