تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه جوړه شوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د تېرو غونډو پر پرېکړو بیاکتنه وشوه او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ نن (چارشنبه د زمري نههویشتمه) په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ شپږمه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د تېرو غونډو پر پرېکړو بیاکتنه وشوه او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي ويلي؛ زمونږ د سيمې په ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره بېلابېل فرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو، چې مونږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو پر ګټه کاروکړو.
امير خان متقي زیاته کړې؛ دغه درې اړخيز ميکانيزم مونږ ته د دې فرصت راکوي، چې د همکاريو د پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.
متقي وایي: د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته مونږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد پر محور اعلان کړه او هڅه مو دا ده، چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې پر روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زمونږ د دغه سياست له برياليتوب سره مرسته کوي.
نوموړي ټینګار کړې، چې درې واړه هېوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري، چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.
همداراز د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده وبللې او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په گڼو برخو کې پراخې شوې دي.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو پراختیا مثبته وارزوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سفارتونو کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول هم یو مهم پرمختګ وباله.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم درې اړخیزه غونډه مهمه وګڼله او دا یې د اړوند هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله.
اسحاق ډار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ له زیاتوالي هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به نور پرمختګ هم ولري.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د داسې غونډو پر دوام او د دغو درې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
