تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان په اړه د اړیکې ډلې سیمهییزه غونډه جوړيږي
په چین کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې کابل به د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې نهمه) د هېواد د پرمختګونو په اړه د اړیکې ډلې سیمهییزه لومړۍ غونډه جوړه شي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې د جمعې پر ورځ خپره شوې؛ په چین کې د افغانستان سفیر اسدالله بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې له مرستیال ماو مینګ سره وکتل او د کابل غونډې په اړه یې خبرې وکړې.
بلال کریمي په دې ناسته کې د ګډون کوونکیو هېوادونو ترمنځ پر ډېرو نورو همکاریو هم ټینګار څرګند کړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او قونسلي مسایلو پر دوام خبرې کړې دي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان غونډه به د جنورۍ په وروستیو کې جوړه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس سید رسول موسوي هم دغې غونډې ته په نغوته ( اشاره) کې ویلي، چې کابل به د سیمې د هېوادونو د پام وړ ډیپلوماټیکو فعالیتونو لیدونکی وي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د ګاونډیانو شتون په سیمه کې امنیت، سولې، ثبات او د افغانانو هوساینې ته د ځانګړې پاملرنې ښکارندویي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو او نورو بنسټونو په غونډه کې د اسلامي امارت له ګډون څخه، چې ټاکل شوې د سلواغې پر ۲۹ / د قبرورۍ پر ۱۸ په دوحه کې جوړه شي، خبر ورکړی دی.