تازه خبرونه

په کابل کې د سوداګرو او متشبثو میرمنو ورکشاپ او نندارتون پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۱)

په کابل کې د میرمنو د سوداګرۍ خونې مسوولینو ويلي، چې دې سوداګریز  نندارتون او ورکشاپ ته د هېواد له ټولو ولایتونو څخه دوه سوه میرمنو ونډه اخیستې ده.

د متشبثو او سوداګرو میرمنو د خونې رییسه سلیمه یوسفزۍ وایي: زمونږ هدف له دې  نندارتون او ورکشاپ څخه د میرمنو د ستونزو پر اوارۍ بحث او د دوی د فعالیتو لپاره د مالي منابعو د تمویل هڅې دي.

د نندارتون برخوالې متشبثې میرمني د دوی د تولیداتو لپاره د مارکیت  له  نشتوالي  سرټکوي او څرګمندوي، چې دوی له سکتوري وزارتونو څخه د کورنیو تو لیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې همکاري زیاته کړې.

د سوداګرو او متشبثو میرمنو خونې غړيو ويلي، چې په دې  وروستیو کې  متشبثې او سوداګرۍ  میرمني  له ګڼو مالي، اقتصادي او د بازار د نه شتون له  ستونزو سره مخ دي.

متشبثه زهره کوهستاني وایي: مونږ اوس هم د بازار موندنې له ستونزو سره مخ یوو. که داسې نندارتونونه زیات شي، نو زمونږ پر مارکیت موندنه به مثبت اغېز ولري.

دوی ویلي؛ په ټول هېواد کې  ۷۰۰۰ میر منو د اقتصادي فعالیتونو جوازونه له دولته اخستي  او نږ ې ۱۰۰ رزه  متشبثې میرمنې اقتصادي هڅې ترسره کوي.

دوی زیاتوي چې  په دې نندارتون او ورکشاپ کې به میرمنو ته مالي سرچینو  ته دلاسرسي  او بازار مو ندنې معلومات ورکړ شي.

متشبثه مدینه عماد وایي: مونږ په رشتیا هم د مارکیت د نشتوالي له ستونزې سره مخ  یوو. هیله لرو. چې دې برخې ته مسوولین پاملر نه زیاته کړي. هیله لرو، چې ستونزې به مو حل شي.

د اقتصا د وزارت مسوولینو د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې د میرمنو ونډه  مهمه بولي او وایي، چې د اقتصاد وزارت هڅه کوي چې د میرمنو لپاره د اقتصادي فعالیتو نو د پراختیا په برخه کې یوه ځانګړې پالیسي جوړه کړي.

د اقتصادي  وزارت مرستیال عبد الطیف نظري وایي: د دې ډول نندارتونو پرانستل د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندني لپاره اړین کار دی او میرمني د هېواد په اقتصاد کې مهم رول د رلودلی شي او د دوی د فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د میرمنو د سوداګرۍ  خونې غړي وايي، چې په هېواد کې میرمنې په ۷ اقتصادي  برخو کې فعالیتونه کوې، چې لاسي صنایع، ساختمان، خدمات، کرنه، مالداري، روغتیا او د پوهني په برخه کې یې خپل فعالیتونه روان ساتلي دي.  

Trending

Exit mobile version