لوبی
په کابل کې د شپږيزې کرکټ لیګ لسم پړاو پیل شو
په دې ۲۰ اوریزو سیالیو کې به د آمو نهنګانو، د بسټ ساتونکو، د بند امیر ښامارانو، مس عینک اتلانو او سپین غر پړانګانو په ګډون پېنځه لوبډلې ولوبیږي.دا ۲۱ لوبې به چنګاښ له اتهویشتمې څخه د زمري تر لسمې په پام کې نیږل شوې دي.
د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې نن (شنبه د چنګاښ اتهویشتمه) د شپږيزې کرکټ لیګ لسم پړاو رسماً پرانستل شو، چې د افغانستان د کورني کرکټ په تاریخ کې یو اړین پړاو دی.
په دې ۲۰ اوریزو سیالیو کې به د آمو نهنګانو، د بسټ ساتونکو، د بند امیر ښامارانو، مس عینک اتلانو او سپین غر پړانګانو په ګډون پېنځه لوبډلې ولوبیږي.دا ۲۱ لوبې به چنګاښ له اتهویشتمې څخه د زمري تر لسمې په پام کې نیږل شوې دي.
دفاعي اتله آمو نهنګان لوبډله د سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بسټ ساتونکو سره مخ شوه، چې پر شپږ ویکټو د دې لوبې ګټونکې شوه.
ټولې لوبې به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې هره ورځ دوه لوبې په پام کې نیول شوې دي.
دې لیګ د راشد خان، رحمان الله ګربز، نور احمد، مجیب الرحمن او نورو مشهورو لوبغاړو په څېر د ستورو په ګډون د افغانستان کرکټ غوره استعدادونه راټول کړي دي.
