تازه خبرونه

په کابل کې د وروستیو پېښو په اړه د رسنیو رسنیزې هڅې وستایل شوې

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق، د وزارت د خپرونو، رسنیزو ادارو او بنسټونو رییسانو، د غږیزو او انځوریزو رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې نن دوشنبه (د لړم پېنخمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د وروستیو پېښو په اړه د چارواکو په ګډون د غږیزو او انځوریزو رسنیو د مسوولانو د هڅو ستاینغونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق، د وزارت د خپرونو، رسنیزو ادارو او بنسټونو رییسانو، د غږیزو او انځوریزو رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.

په دې ستاینغونډه کې د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي ویلي؛ په وروستیو پېښو کې د هېواد رسنۍ د نظام د نورو برخو تر څنګ ولاړې وې او دښمن ته یې مناسب ځواب ورکړ.

نوموړي زیاته کړې: “زمونږ هېواد تازه له بحرانونو او ناکراریو راوتلی دی. اسلامي امارت هڅه کوي، چې له سرحدونو، اسلامي او ملي ارزښتونو بشپړه ساتنه وکړي او په بېلابېلو سکټورونو کې آسانتیاوې رامنځته کړي.”

هغه زیاته کړې؛ “د امارتي او خصوصي رسنیو له چارواکو او خبریالانو څخه غوښتل کیږي، چې لکه تېر په راتلونکي کې هم پر بشپړ یووالي د نظام له نورو برخو سره هم همکاري وکړي، چې هېواد مو په ټولو برخو کې له نورو هېوادونو سره سیال شي.”

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق ویلي: “دا د خوښۍ ځای دی، چې زه نن د حکومت د رسنیو مرکز په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو، رسنیو استازو او خبریالانو سره یوځای حاضر یم.”  هغه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر استازیتوب د وروستیو پېښو پر مهال د رسنیو له فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او وایي؛ په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او رسنۍ د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې ډاډمنې رسنیزې هڅې لري.

هغه له خبریالانو وغوښتل: د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې نه یوازې خپل فعالیتونه روان ساتلی شي، بلکې د هېواد پرمختګونه دې هم وځلوي؛ ځکه، چې دا مو ګډ مسوولیت دی.

هغه زیاته کړې: “د اطلاعاتو او کلتور وزارت چمتو دی، چې د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره له ټولو رسنیو سره ګډه همکاري ولري او ترې بشپړ ملاتړ هم وکړي. هغه دا ډاډ هم ورکړ، چې دا ډول غونډې به په راتلونکي کې روانې وساتل شي.”

د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو چارواکو او خبریالانو افغانستان د ټولو لپاره یو ګډ کور وګاڼه او څرګندوي، چې د خپل اسلامي او ملي مسوولیت پر بنسټ به لکه تېر په هر حالت کې د اسلامي نظام د چارواکو تر څنګ ودریږي.

سربېره پردې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د راپورته کولو پرمهال؛ دوی بېلابېل وړاندیزونه هم وکړل او چارواکو ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل او وړاندیزونو د پلي کولو لپاره به ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version