تازه خبرونه
په کابل کې د کارګر نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزیره په هېواد کې بېکاري لویه ستونزه بولي او وايي چې د کار په شرایطو برابر څلوېښت په سلو کې وګړي بې کارهدي چې په هېواد کې فقر هم ورسره ډېر شوی دی.
همداراز پانګوال بیا له حکومت څخه د خوندیتوب او امنیت غوښتنه کوي دوی وايي چې یوازېپه یوه اوونۍ کې د هېواد په کچه ۴۹سوداګر اختطاف شوي دي.
د کارګر نړیواله ورځ په داسي حال کې ونمانځل شوه چې له یوې خوا کاري فرصتونه مخ په کمېدو دي او له بلې خوا د پانګوالود اختطاف پېښې زیاتې شوېدي. خصوصي سکتور چې په کار موندنه کې مهمه ونډه لوبولی شي اوس له افغانستان څخه خپلې پانګې ټولوي او د خپل ژوند د خوندیتوب په لټه کې دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال وویل چې یوازې په یوه اونۍ کې په هېواد کې ۴۹سوداګر اختطاف شوي چې یوازې۳۰يېپه ننګرهار کې دي.
د سوداګرۍ د خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي: “ډېر بېتفاوت چلند کېږی موږته داعش او طالب تهدید نه دي موږ اخطاف ګران تهدید کوي دا لوی تهدید دی فابریکې بندېږي، د کارګر په ستوني پښه ږدي، د افغانستان نظام له منځه وړي.”
د کار او ټولنیزو چارو وزیره په هېواد کې بېکارۍ لویه ستونزه بولي خو وايي چې د بېکارۍ د ستونزو د حل له پاره په ستراتیژۍ کار کوي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به یې چارې وروستۍ شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریا خیل وايي: “په رښتیا سره هم چې بېکارۍ تر څلوېښت فیصده هم لوړه ده او له دې بېکارۍ وینو چې د فقر کچه لوړه شوې ده. د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې دي.”
همدازار د کارګرانو د ټولنې رییس له حکومت غواړي چې له هېواده د ځوانانو د تېښېد مخنیوي له پاره پراختیایي پروژې عملي کړي.
د کارګرانو د ټولنې رییس معروف قادري وايي:”اقتصادي زیربنا او پراختیایي پروژې بايد پرته له کوم ځنډ څخه عملي شي، بهرته د ځوانانو د تېښتې مخنیوی وشي ځکه دا خپله د دولت پر وړاندې لوی چالش دی.”
په دې وروستیو څو میاشتو کې د نا امنۍ او بېکارۍ له امله له دوو سوو زرو زیات ځوانان په ناقانونه توګه بهر ته ګډوال شوي دي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي