تازه خبرونه

په کابل کې د یوناما مشرې د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ له مشرې سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو او اړوندو دفترونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

 د کورنیو چارو وزارت ويلي؛ سراج الدین حقاني او آغلې روزا اوتونبایېوا په خپلو خبرو کې افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او همدارنګه یې د خوست او پکتیا ولایتونو زلزله ځپلیو ته د کورونو د برابرولو د بهیر د چټکولو ترڅنګ د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي؛ کورنیو چارو وزیر د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې به د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکیو او اړوند بنسټونو امنیت ټینګوي.

شاوخوا یوه میاشت کېږي، چې روزا اوتون بایېوا د ملګرو ملتونو لخوا په کابل کې د یوناما د مشرې په توګه ټاکل شوې او په دې موده کې یې د اسلامي امارت له لوړپوړیو چارواکو سره لیده کاته کړي، چې تر ډېره په کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د دوام پر څرنګوالي تمرکز شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې استازې او ورسره ملګري پلاوي یې د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره کتلي او په افغانستان کې یې د شته ننګونو د حل په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه، د بیان آزادي، د رسنیو فعالیت او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پراخول هم هغه مسایل دي، چې دواړو لوریو پرې خبرې وکړې.

 
 

Trending

Exit mobile version